کندوز -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې افغان سرتېرو د چارشنبې په ورځ / د می ۱۰مه/ د طالبانو په وړاندې پخپله جګړه کې اورپکي د کندوز له ښار نه خواوشا ۲ کیلومتره شاته وتمبول.
خو لا هم عسکر په دې نه دي توانېدلي چې د کندوز - تخار لویه لاره بیا پرانیزي.
د عامه نظم د ملي پولیسو د یوه قوماندان جان اغا په وینا، عسکر مرستندویو ځواکونو ته اړتیا لري.