په هرات کې په خپلمنځي جګړه کې ۱۲ طالبان ووژل شول

د سټاف راپور

هرات -- ځایي چارواکو د پنجشنبې په ورځ / د می ۱۱مه/ وویل، چې د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو د دوه دښمنو ډلو تر منځ جګړه کې ۱۲ تنه یاغیان وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل،‌ چې هغه ډله چې د طالبانو د لوی امیر ملا هبت الله پلوي کوي ۱۰ کسان له لاسه ورکړل،‌ په داسې حال کې چې د هغه د سیال ملا نیازي د ډلې ۲ کسان ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500