د طالبانو مشکوک راکټ په لغمان کې ۵ ماشومان ووژل

د سټاف راپور

لغمان -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د می ۱۵ مه/ راپور ورکړ، چې یوه راکټ چې ویل کیږي طالبانو وار کړی وو د لغمان ولایت په مهترلام کې د شنبې په ورځ /د می ۱۳مه/ پنځه ماشومان ووژل.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د مړو شمېر تایید کړ او تور یې ولګاوه چې دغه راکټ طالبانو وار کړی وو.

هېڅ ډلې د دې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500