د تګاب په نښته کې ۱۵ طالبان او ۵ امنیتي پرسونل ووژل شول

د سټاف راپور

کاپیسا-- رسنیو د جمعې په ورځ / د می ۱۹مه/ راپور ورکړ، چې په کاپیسا ولایت کې ۱۵ تنه طالب اورپکي او ۱۰ تنه امنیتي پرسونل ووژل شول.‌

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د کاپیسا د ولایتي شورا رییس محمد حسین سنجي وویل، چې سرتېرو د پنجشنبې په ورځ / د می ۱۸مه/ په تګاب ولسوالۍ کې په درې کلیو کې تصفیوي عملیات پیل کړل، او زیاته یې کړه چې په هغې ورځ د چټک غبرګون د قطعې ۵ منسوبین او ۱۵ تنه اورپکي په جګړه کې ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500