بامیان - طلوع نیوز راپور ورکړ، چې ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ / د می ۱۸مه/ د ملي شمالي - جنوبي دهلېز د دویم فېز چې ۱۷۸ کیلومتره اوږده لاره ده، د جوړونې پرانسته وکړه.
غني په بامیانو کې په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې دغه لویه لاره به د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالي د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ سره ونښلوي، او اقتصادي ګټې به رامنځته کړي.
بشپړ شوی لومړی فېز مزارشریف له یکاولنګ سره نښلوي.
حکومت د دغې پروژې د درېیم فېز لپاره پلان جوړوي او سروې ترسره کوي، چې هغه به بامیان ولایت له کندهار ولایت سره ونښلوي.