زابل -- چارواکو وویل، لږ تر لږه ۲۰ افغان پولیس افسران د یکشنبې د ورځې /د می ۲۱مه/ سهار وختي هغه وخت ووژل شول چې طالبانو د زابل په نا ارام جنوبي ولایت کې په ګڼو امنیتي پوستو باندې بریدونه وکړل.
رسنیو راپور ورکړ، چې محلي چارواکو ژورنالستانو ته په نهیلۍ ټیلیفونونه وکړل چې د هغوی توجه جلب کړي ځکه چې هغوی نشوای کولی چې د جیګپوړو چارواکو مرسته ترلاسه کړي، چې دا په امنیتي لیکو کې بې نظمي ښیي.
د ولسوالۍ یوه چارواکي ای اېف پي ته وویل، چې په دې جګړه کې لږ تر لږه ۱۵ نور کسان ټپیان شول.
طالبانو د پېښې مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.