د طالبانو د کوېټې د شورا ۶ غړي په کندهار کې ونیول شول

د سټاف راپور

کابل -- پژواک خبري اژانس د دوشنبې په ورځ / د می ۲۲ مه/ راپور ورکړ، چې د ملي امنیت ریاست ادعا کړې چې د طالبانو د کوېټې د شورا ۶ غړي یې په کندهار ولایت کې نیولي دي.‌

د ملي امنیت ریاست د یکشنبې د ورځې /د می ۲۱مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه نیونې په درې ولسوالیو کې ترسره شوې.‌

د ملي امنیت ریاست وویل، چې د طالبانو یادو غړو ته وظیفه ورکړل شوې وه چې په کندهار ولایت کې ترهګریز بریدونه تنظیم کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500