وسله والو په کابل کې په مېلمستون برید وکړ، ۲ کسان یې ووژل، او یوه فنلنډۍ ښځه یې وتښتوله

ای اېف پي

چارواکو د یکشنبې په ورځ / د می ۲۱ مه/ وویل، چې یوه جرمنۍ مرستندویه کارکوونکې او یو افغان ساتونکی هغه وخت ووژل شول او یوه فنلنډۍ ښځه وتښتول شوه چې وسله والو سړیو د کابل په مرکزي برخه کې په یوه نړیوال مېلمستون باندې برید وکړ.‌

تر اوسه هېڅ ډلې په هغه مېلمستون باندې چې د سوېډن د اپرېشن مرسي په نامه موسسې له خوا چلول کیږي، د شنبې د ناوخته برید مسؤلیت نه دی منلی.‌

د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د دغه شرموونکي برید پېښه تایید کړې ده. دا په افغانستان کې په مرستندویو کارکوونکو باندې د بریدونو د لړۍ تازه کړۍ ده.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500