په کندهار او هلمند کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۷ امنیتي پرسونل ووژل شول

د سټاف راپور

لښکرګاه -- رسنیو راپور ورکړ، چې طالب اورپکو په کندهار او هلمند ولایتونو کې ۱۷ امنیتي پرسونل ووژل.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ / د می ۲۲ مه/ د طالبانو په یوه حمله کې ۱۱ تنه عسکر ووژل شول.

پژواک خبري اژانس د هلمند ولایت د امنیې قوماندان تورن جنرال اغانور کینتوز له قوله راپور ورکړ، چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ / د می ۲۱ مه/ د طالبانو په یوه بله حمله کې ۶ پولیس افسران ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500