کندهار -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ / د می ۲۳ مه/ راپور ورکړ، چې افغان سرتېرو هغه ۲۰ تنه طالبان چې د دوشنبې په ورځ / د می په ۲۲ مه/ یې د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې په یوه نظامي مرکز باندې حمله کړې وه، ووژل.
تر دې مخکې، رسنیو راپور ورکړی وو چې په دغه جګړه کې د افغان ملي اردو ۱۱ تنه عسکر وژل شوي دي. وروسته د دفاع وزارت وویل، چې دفاع کوونکیو ۲۰ تنه یاغیان وژلي دي.