کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ / د می ۲۴ مه/ راپور ورکړ، چې افغان سرتېرو د بغلان - مزارشریف لویه لاره چې طالبانو د سې شنبې په ورځ /د می ۲۳مه/ بنده کړې وه، وروسته له هغه پرانستله چې طالب یاغیان یې پسې واخیستل.
چارواکو وویل، سرتېرو د اورپکو پر ضد، چې د تلاشۍ پر څو پوستو یې حمله کړې وه، څو ساعته جګړه وکړه.
هېڅ لوري ته د اوښتو تلفاتو په هکله راپور ورنه کړای شو.