کابل -- افغانستان ټایمز راپور ورکړ چې د جنایي عدالت د توظیف شوي ځواک (CJTF) محکمې د چارشنبې په ورځ / د می ۲۴ مه/ وویل، چې د نشه ییزو توکو په هغو ۴۱ مشکوکو قاچاق وړونکیو کې چې افغان مقاماتو تېره میاشت ونیول، یوه ښځه او یو ایرانی هم شامل دي.
د جنایي عدالت توظیف شوي ځواک (CJTF) وویل، د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې پولیسو دغه مشکوک کسان په بېلابېلو ولایتونو کې نیولي دي.
پولیسو د خواوشا ۳۱۵ کیلوګرام هیرویینو او ۲۰۳ کیلوګرام اپین په شمول د نشه ییزو توکو بېلابېلو مقدارونه کشف کړل.