د بلخ په پوځي مرکز د حملې په ارتباط ۲۴ پوځي افسران له کاره ګوښه کړای شول

د سټاف راپور

کابل -- د طلوع نیوز د راپور له مخې، د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ / د می ۲۹مه/ اعلان وکړ چې دغه وزارت په بلخ ولایت کې په یوه پوځي مرکز د اپریل د میاشتې د یوه برید په سر چې سلګونه عسکر یې ووژل نژدې ۲۴ افسران له کاره ګوښه کړل.

د راپورونو له مخې په یاده پېښه کې له ۱۳۰ څخه تر ۲۵۰ پورې کسان وژل شوی ول.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، حکومت له ټولو هغو کسانو څخه پلټنې کوي چې د پېښې پر وخت په مرکز کې موجود ول او د ډله ییزې وژنې په ارتباط هر مشکوک کسان به له قانوني پلوه تعقیب کړي.

اورپکو دغه برید په دهدادي ولسوالۍ کې وکړ، چې اکثر یې بې وسلې عسکر ووژل.

طلوع نیوز راپور ورکړ، چې پلټونکو تر اوسه پورې د پېښې پلانوونکي نه دي په ګوته کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500