امنیتي ځواکونو پر جلال اباد مشکوکه حمله شنډه کړه

د سټاف راپور

جلال اباد -- چارواکو وویل، چې امنیتي ځواکونو ۷ داسې مشکوک اورپکي ونیول چې په ننګرهار ولایت کې یې د بریدونو لپاره پلان جوړاوه.

خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ / د جون ۱/ د ملي امنیت ریاست له قوله راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست منسوبینو په بېسودو ولسوالۍ کې د یوه مشکوک ځانمرګي بریدکوونکي په شمول ۶ مشکوک کسان ونیول.

د ملي امنیت ریاست وویل، دغې ډلې پلان درلود چې په جلال اباد کې حمله وکړي.

خامه پرېس د جمعې په ورځ / د جون ۲ مه/ د ننګرهار د والي د ویاند عطاءالله خوګیاڼي له قوله راپور ورکړ، چې امنیتي ځواکونو همدارنګه د داعش یو مشکوک فعال چې هڅه یې کوله له هسکې مېنې ولسوالۍ څخه جلال اباد ته د ځانمرګو څلور واسکټونه انتقال کړي، ونیو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500