په غزني او زابل کې ۲۴ اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

غزني -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې د څلورو بهرنیانو په شمول ۱۹ تنه طالب یاغیان په غزني او زابل ولایتونو کې په جګړه کې ووژل شول، او ۵ کسه نور په غزني کې د خپلو چاودېدونکو توکو په وسیله والوتل.

امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ / د جون ۱/ وویل، چې امنیتي ځواکونو د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې ۱۳ تنه طالبان ووژل. د غزني پولیسو پژواک خبري اژانس ته وویل، چې جګړه د چارشنبې له ورځې /د می ۳۱مې/ څخه تر پنجشنبې پورې اوږده شوه.

د دفاع وزارت د جمعې په ورځ / د جون ۲ مه/ وویل، چې عسکرو، چې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې یې د شپې له مخې عملیات ترسره کول، د څلور خارجیانو پشمول۶ تنه یاغیان ووژل.

د دفاع وزارت د جمعې په ورځ زیاته کړه، چې ۵ تنه اورپکي چې هڅه یې کوله د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې یو بم ښخ کړي هغه وخت ووژل شول چې بم له وخت نه مخکې وچاودېد.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500