په ننګرهار کې د نارنجو او زیتونو تولیدات په ډېرېدلو دي

د سټاف راپور

جلال اباد -- خامه پرېس د یکشنبې په ورځ / د جون ۴ مه/ د ننګرهار ولایت د کانال د ریاست له قوله راپور ورکړ چې دغه ولایت تمه لري چې سږکال به زیتون او نارنج ډېر تولیدات ولري.

د یاد ریاست رییس غلام حضرت عبدالرحیم زي وړاندوینه وکړه چې سږکال به د زیتونو تولیدات له ۱۲۰۰ ټنو نه زیات شي.

هغه زیاته کړه، دغه ریاست سږ کال د نارنجو ۲۳۰ زره ونې کرلې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500