خلیلي د سولې د عالي شورا رییس وټاکل شو

د سټاف راپور

کابل -- د خامه پرېس د راپور له مخې، حکومتي چارواکو د دوشنبې په ورځ / د جون ۵ مه/ وویل چې ولسمشر اشرف غني یو پخوانی مرستیال ولسمشر کریم خلیلي د هېواد د سولې د عالي شورا د رییس په توګه وټاکه.

دغه پست له هغه وخت راهیسې چې پیر سید احمد ګېلاني د جنورۍ په میاشت کې مړ شو، تش پاتې وو.

خلیلي تر هغه وخته د دغې شورا مرستیال وو چې غني د هغه پست لوړ کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500