اروزګان -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ / د جون ۵ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې دوه تنه طالب اورپکي په اروزګان ولایت کې د سیالو اورپکو ډلو تر منځ په خپلمنځي جګړه کې ووژل شول.
د چورې ولسوالۍ اداري مدیر امین الله وویل، دغو ډلو د یکشنبې په ورځ / د جون ۴ مه/ په یاده ولسوالۍ کې یو بل ته د ټوپکونو خولې ور واړولې.
هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونو هم په چوره ولسوالۍ کې طالبانو ته درانه تلفات ورواړول.