جلال اباد -- چارواکو د چارشنبې په ورځ / د جون ۷ مه/ وویل، طالبانو او داعش اورپکو د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د تورې بوړې د سوریو د لړۍ د کنټرول په سر په خپلو کې سره سخت جنګ وکړ.
د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې یو شمېر محلي کورنۍ د خپلو ځانونو د خوندیتوب لپاره له سیمې څخه ووتلې.
د منګل د ویاند عطاءالله خوګیاڼي په وینا، تر اوسه پورې، ۷ تنه اورپکي او ۲ تنه ملکي کسان وژل شوي دي.