په ننګرهار کې د داعش او طالبانو تر منځ د جګړې د قربانیانو شمېر ۱۷ ته پورته شو

د سټاف راپور

ننګرهار -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ / د جون ۸ مه/ راپور ورکړ، چې د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش تر منځ د جګړې د قربانیانو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد.

خامه پرېس راپور ورکړ چې د چارشنبې تر ورځې / د جون ۷ مې/ پورې ټول ۹ کسان مړه شوي ول: چې ۷ تنه اورپکي او ۲ ملکي کسان ول. د خامه پرېس د راپور په اساس، دغه شمېر یوه ورځ وروسته ۱۷ ته ورسید -- چې ۱۵ اورپکي او ۲ ملکي کسان ول.

ولایتي ادارې وویل، چې په ۱۵ وژل شویو اورپکو کې ۳ طالبان او ۱۲ د داعش غړي موجود ول.

سلګونه کورنۍ له جګړې څخه تښتېدلې دي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له متاثرو شویو کورنیو څخه لیدنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې اورپکي به ژر له منځه وېسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500