کابل -- خامه پرېس د جمعې په ورځ / د جون ۹ مه/ راپور ورکړ، چې امنیتي ځواکونو په کابل کې د تېلو د یوه داسې ټانکر (لارۍ) چې بم په کې ځای پرځای شوی وو په نیولو سره د ترهګرۍ یو پلان شنډ کړ.
د کابل پولیسو وویل، مقاماتو دغه ټانکر د ښار په ۹مه ناحیه کې وموند.
هغوی مخکې له دې چې اورپکي چاودنه ورکړي موټر ونیو او بم یې شنډ کړ.