کندوز -- چارواکو د شنبې په ورځ / د جون ۱۰ مه/ وویل، چې امنیتي ځواکونو د کندوز ولایت امام صیب ولسوالي له طالبانو نه پاکه کړه او لږ تر لږه ۸۰ تنه اورپکي یې ووژل.
د افغان ځانګړو ځواکونو ویاند جاوېد سلیم وویل، عسکرو دغه عملیات درې ورځې مخکې پیل کړي ول، او زیاته یې کړه چې درې افغان عسکر ووژل شول.
خامه پرېس د یکشنبې په ورځ / د جون ۱۱ مه/ راپور ورکړ چې ځایي حکومتي چارواکو وویل، هوایي بریدونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې ۸ طالب اورپکي ووژل او د طالبانو د بم جوړونې یوه فابریکه یې ویجاړه کړه.