کابل -- رسنیود دوشنبې په ورځ / د جون ۱۲ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو شپږ تنه طالبان چې په یوه یې د کابل د ځانمرګو بریدونو د طراحۍ تور دی، په میدان وردک او بغلان ولایتونو کې ونیول.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې عسکرو مشکوک طراح او دوه نور طالبان د میدان وردک ولایت په مارشال دره کې ونیول.
د خامه پرېس د راپور په اساس، قاري محمدالله پلان درلود چې په کابل باندې راکټونه وتوغوي.
د بغلان ولایت د خوست ولسوال خلیل رحیمي طلوع نیوز ته وویل، چې پولیسو د دوشنبې په ورځ د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال، او دوه نور اورپکي چې کندوز ولایت ته یې سفر کاوه، ونیول.