ننګرهار-- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ / د جون ۱۳ مه/ راپور ورکړ، چې په ننګرهار ولایت کې له طالب اورپکو سره په یوه جګړه کې د داعش لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول. د طالبانو د تلفاتو په هکله راپور نه دی ورکړل شوی.
د افغان ملي اردو په وینا، سیالو ډلو د دوشنبې په ورځ / د جون ۱۲ مه/ په چپرهار ولسوالۍ کې جګړه وکړه.