افغانستان به له نړیوال بانک څخه ۵۲۰ میلیونه ډالر مرسته ترلاسه کړي

ای اېف پي

کابل -- نړیوال بانک د سې شنبې په ورځ / د جون ۱۳ مه/ وویل، یادې ادارې د ۵۲۰ میلیون ډالرو (۳۵.۴ میلیارده افغانیو) یو پلان تصویب کړی چې له افغانستان سره یې مرسته وکړي.

نړیوال بانک په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د دغو پیسو نژدې نیمایي، چې د عطیو یا بسپنو په ډول ورکول کیږي، به دې ته تخصیص شي چې د هغو خلکو مرسته پرې وشي چې په هېواد کې دننه د تاوتریخوالي په نتیجه کې بې ځایه شوي او هغه چې په ګاونډي پاکستان کې د تبعید ژوند تېروي او بېرته هېواد ته راستنېږي.

نورې به د خصوصي سکټور د انکشاف او په هرات ولایت کې د کورنیو او فابریکو لپاره د برېښنا د تأمین د پیاوړتیا له لارې «د اقتصادي فرصتونو د پیاوړي کولو» په توګه د فقر ضد ریفورمونو لپاره تخصیص شي.

افغانستان هڅه کوي چې خواوشا ۷۰۰۰۰۰ راستنېدونکي کډوال جذب کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500