د هلمند په هوایي بریدونو کې ۴۳ طالبان ووژل شول

د سټاف راپور

هلمند -- د طلوع نیوز د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ / د جون ۱۵ مه/ وویل، چې افغان هوایي ځواک د چارشنبې په ورځ / د جون ۱۴مه/ په هلمند ولایت کې د اورپکو په پټنځایونو باندې بمونه وغورځول، او لږ تر لږه ۴۳ تنه طالبان یې ووژل.

د کورنیو چارو وزارت وویل، چې د شپې له مخې ترسره شوې دغه بمباري په مارجه ولسوالۍ کې وشوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500