کابل -- رسنیو راپور ورکړ، چې د کابل ښاروالۍ د پنجشنبې په ورځ / د جون ۱۵ مه/ له خصوصي تعمیراتي شرکتونو سره د ۱۶ پروژو تړونونه لاسلیک کړل. په دغو معاملو کې کابل ته په لومړي ځل د عامه ټرانسپورټ د بسونو د راوړلو پروژه هم شامله ده.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د ښاروالۍ مرستیال عبدالله حبیبزي وویل، چې د بسونو سیستم به په بشپړېدلو سره د ښار په ډېرو برخو کې خدمتونه وړاندې کړي.
هغه وویل، کارکوونکي به د ټرانزیټ د پروژې لومړۍ مرحله تر ۲۰۱۸ کال پورې بشپړه کړي.
افغانستان ټایمز راپور ورکړ، چې په کڅوړه یا پکېج کې په موجودو نورو پروژو کې د ۲۸۵ کیلومتره اوږدو سرکونو جوړول هم شامل دي.