جلال اباد -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ / د جون ۱۵ مه/ راپور ورکړ، چې د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په دوه ولسوالیو کې د داعش پر ضد یو ځانګړی عملیات پیل کړ.
هغه وویل، عسکر به په چپرهار او پچیراګام ولسوالیو کې د داعش د اورپکو د له منځه وړلو لپاره هوايي او ځمکني بریدونه ترسره کړي.
د دغو عملیاتو ځانګړی هدف دا دی چې وروسته له هغه چې د داعش اورپکې ډلې په توره بوړه کې موجودې سوړې ونیولې چې نورو سیمو ته ونه غزېږي.
د داعش پر ضد د حمزه په نامه نور عملیات په کوټ او اچین ولسوالیو کې روان دي.