په ننګرهار او تخار کې ۱۱ داعشي او ۶ طالبي اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

جلال اباد -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ / د جون ۱۹مه/ راپور ورکړ، چې لږ تر لږه ۱۱ داعشي اورپکي په ننګرهار ولایت کې له عسکرو سره په جګړه کې ووژل شول.

افغان ملي اردو په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې جګړه د ۲۴ ساعتونو په دوران کې ترسره شوه، او زیاته یې کړه چې دوه بهرني جنګیالي هم ووژل شول.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې عسکرو د یکشنبې په ورځ / د جون ۱۸مه/ ۶ تنه طالب یاغیان وروسته له هغه ووژل چې هغوی د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د پولیسو په یوه پوسته برید وکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500