کابل -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې د افغان ځوانانو یوه نوي جوړ شوي تنظیم د دوشنبې په ورځ / د جون ۱۹مه/ داسې پلانونه اعلان کړل چې له کوچني اختر څخه وروسته به له اورپکو سره د سولې خبرې پیل کړي.
د جرګه واقعي صلح مشرعزیزالله فضلي په کابل کې وویل، چې د یادې جرګې یو پنځه کسیز پلاوی دې ته چمتو دی چې د پکتیا، هلمند، اروزګان یا فراه په څېر یوه جنوبي ولایت کې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.
هغه وویل، دغه ګروپ له چا سره سیاسي تړاو نه لري او له دې امله د سولې د رامنځته کولو لټه کوي چې په ټول هېواد کې ځوانان د تاوتریخوالي اصلي قربانیان دي.