په جوزجان کې د داعش ۲۰ غړي ووژل شول

د سټاف راپور

جوزجان -- د طلوع نیوز د راپور له مخې، د دغه ولایت د امنیې قوماندان رحمت الله ترکستاني د چارشنبې په ورځ / د جون ۲۱ مه/ وویل، چې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې په دوه ورځنۍ جګړه کې د داعش لږ تر لږه ۲۰ تنه اورپکي او ۶ تنه افغان سرتېري ووژل شول.

ترکستاني وویل، چې جګړه د دوشنبې په ورځ / د جون ۱۹مه/ هغه وخت پیل شوه چې د داعش اورپکو په درزاب کې د تلاشۍ په پوستو حمله وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500