جلال اباد -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ / د جون ۲۱ مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو د داعش لږ تر لږه ۴۴ تنه اورپکي له منځه وېوړل او ادعا کوي چې د تورې بوړې ستراتیژیکه سیمه یې له یاغیانو څخه پاکه کړه.
د افغان ملي اردو جنرال محمد زمان وزیري وویل، چې عسکرو وروسته له هغه دغه عملیات شروع کړل چې داعش د ننګرهار ولایت په توره بوړه سیمه کې د پټنځایونو جوړول شروع کړل.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ادعا وکړه، چې په توره بوړه کې د داعش ټول یاغیان خارجي جنګیالي ول.