کابل -- د افغانستان د ټاکنو د دفتر جیګپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ / د جون ۲۲ مه/ وویل چې افغانستان به خپل ځنډیدلي پارلماني انتخابات په راتلونکي کال کې ترسره کړي. دغه اعلان له هغه وخت نه نژدې درې کاله وروسته کیږي چې چارواکو د یوې نوې شورا د ټاکلو لپاره ضرب الاجلونه په مکرر ډول ترک کړل.
د انتخاباتو د کمېسیون رییس نجیب الله احمدزي وویل، «له اړوندو حکومتي ادارو سره له اوږدو مشورو څخه وروسته، مونږ پرېکړه وکړه چې د پارلماني ټاکنو لپاره مهال د ۲۰۱۸ د جولای ۷ مه وټاکو،»
هغه په حکومت او نړیواله ټولنه تاکید وکړ چې د انتخاباتو لپاره، چې ښایي په افغانستان کې په بدترېدونکیو امنیتي شرایطو کې ترسره شي، پیسې او ملاتړ برابر کړي.