داعش د هغو ماشومانو ویډیو خپره کړه چې اعدام ترسره کوي

د سټاف راپور

کابل -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ / د جون ۲۷ مه/ راپور ورکړ،‌ چې داعش داسې یوه ویډیو خپره کړې چې ښیي چې دوه ماشومان، ظاهرا له ۱۰ کالو څخه کم، د داسې کسانو په اعدامولو کې ښکېل دي چې د «جاسوسۍ» تور پرې لګېدلی دی.

په یاده ویډیو کې ۵ کسان وژل کیږي.‌ دوه هلکان لږ تر لږه یو له دغو قتلونو څخه ترسره کوي.‌

دا ویډیو وروسته له هغه خپرېږي چې افغان ځواکونو د داعش دا هڅې چې د ننګرهار ولایت په توره بوړه کې یو مرکز جوړ کړي ناکامې کړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500