طالبانو په فاریاب کې ۳ طالب ضد وسله وال ووژل

پژواک خبري اژانس

کابل -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې طالب اورپکو په فاریاب ولایت کې د طالبانو ضد پاڅون د ډلې درې غړي ووژل.‌

وژل شوي وسله وال کسان سره ورونه ول. د محلي پولیسو په وینا، طالب یاغیانو هغوی د دوشنبې په ورځ / د جون ۲۶ مه/ د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې ووژل.‌

د راپورونو له مخې، دغه ورونه له یوې امنیتي ګزمې څخه کور ته روان ول چې حمله پرې وشوه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500