داعش په درزاب کې ښوونځي ویجاړ کړل

سلام ټایمز

درزاب -- امریکاغږ د دوشنبې په ورځ / د جولای ۳ مه/ د جوزجان د سرپرست والي عبدالرحمان محمودي له قوله راپور ورکړ، چې داعش د تېرو ۱۰ ورځو په ترڅ کې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې له لسو نه ډېر ښوونځي ویجاړ کړي دي.‌

ټول متاثر شوي ښوونځي د اوړي د رخصتۍ له امله بند شوي ول.

محمودي وویل،‌ چې په دغو ښوونځیو کې یوه د نجونو لېسه وه، چې داعش «په بشپړ ډول وسوزله»، او زیاته یې کړه چې اورپکو «په سیمه کې نور ښوونځي لوټ کړل».‌

یوه ځایي اوسېدونکي له امریکاغږ سره د خبرو کولو پر وخت د امنیتي اندېښنو له امله د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې داعش په سیمه کې نجونو ته اخطار ورکړ چې نور دې ښوونځیو ته نه ځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500