په فراه کې د سرک د غاړې بمونو ۶ ملکیان او ۴ پولیسان ووژل

سلام ټایمز

فراه -- رسنیو د چارشنبې په ورځ / د جولای ۵ مه/ راپور ورکړ، چې په فراه ولایت کې د سرک د غاړې دوه بمونو ۴ تنه پولیس افسران او ۶ تنه ملکیان ووژل.

د فراه ولایتي ادارې ازادۍ راډېو ته وویل، چې یو پېک آپ موټر چې ملکي خلک په کې ناست ول، د سې شنبې په ورځ / د جولای ۴ مه/ په شېبه کوه ولسوالۍ کې په یوه ماین وخوت او ۶ تنه ملکي خلک په کې ووژل شول.‌

په وژل شویو کې ماشومان هم ول.

پژواک خبري اژانس د فراه د ولایتي ادارې له قوله راپور ورکړ، چې په عین ورځ په جوین ولسوالۍ کې د سرک د غاړې یوه بم ۴ تنه پولیس افسران ووژل.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې،‌ ولایتي پولیسو وویل چې د سې شنبې په ورځ امنیتي ځواکونو په فراه ښار کې دوه مشکوک طالبان بم اېښودونکي ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500