د ټاپي رییس وایي، په افغانستان کې د ټاپي پایپ لین د جوړونې کار به په کال کې دننه پیل شي

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ / د جولای ۶ مه/ د ټاپي پروژې د رییس محمد مراد امانوف له قوله راپور ورکړ، چې د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هند (ټاپي) د طبیعي ګاز د پایپ لین د افغانستان د برخې د جوړونې کار به په یوه کال کې دننه پيل شي.

د دغه پایپ لین په بشپړېدلو سره به افغانستان، پاکستان او هند وکولی شي چې په کال کې ۳۳ بیلیون مکعب متره طبیعي ګاز ترلاسه کړي.

امانوف وویل، چې افغانستان به په یوه کال کې دننه د پایپ د لګولو کار پیل کړي، او زیاته یې کړه چې چارواکي د ممکنه لارو او د چاپېریال د تاثیراتو په هکله څېړنې کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500