په ننګرهار کې طالبانو د هاوان برید کړی، او د داعش پر ضد نوي عملیات شوي دي

سلام ټایمز

ننګرهار -- خامه پرېس د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د طالبانو له خوا وار شوي هاوان د پنجشنبې په ورځ / د جولای ۶ مه/ د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې په یوه مارکېټ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ تنه افغانان ټپیان کړل.

لږ تر لږه د ۶ ټپیانو حال نازک دی.

د امریکاغږ دري سروېس راپور ورکړ، چې په عین حال کې، افغان او ایتلافي ځواکونو په روانه اونۍ کې د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش پر ضد یو بل عملیات پیل کړ.

د امریکاغږ دري څانګې په وینا، افغان سرتېري داسې سیمو ته ورسېدل چې په تېرو ۱۲ کالو کې یې له حدودو څخه بهر ول.

دغه عملیات وروسته له هغه کیږي چې افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په توره بوړه سیمه کې داعش ته ماتې ورکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500