د کابل لاریونوالو د افغانستان د بندونو په هکله د ایران د موقف په وړاندې احتجاج وکړ

سلام ټایمز

کابل -- د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، له ۱۰۰ څخه ډېرو افغانانو د یکشنبې په ورځ / د جولای ۹ مه/ په کابل کې د ایران سفارت سره نژدې لاریون وکړ.‌

لاریونوالو د ایران د ولسمشر حسن روحاني د هغو څرګندونو پر ضد لاریون وکړ چې تېره اونۍ یې د افغانستان د هغو پلانونو پر ضد کړې وې چې غواړي د کرنیزو او برېښنایي هدفونو ترلاسه کولو لپاره نور بندونه جوړ کړي. روحاني ادعا کړې وه چې په دې کار سره به هغه سیندونه چې ایران ته بهېږي متاثر شي.‌

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې مدني ټولنې په حکومت باندې تاکید کوي چې د ملي ګټو په اساس په بېلابېلو بندونو باندې کار چټک کړي.‌

د خامه پرېس په وینا، افغان چارواکي وایي، افغانستان حق لري چې د بل چا له مداخلې څخه پرته خپلې طبیعي زېرمې استعمال کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان او نړۍ په هکله مهم خبرونه

ځواب ورکړئ