په بادغیس او جوزجان کې ۱۲ اورپکي ووژل شول

سلام ټایمز

بادغیس -- په افغانستان کې د اورپکو په خپلمنځي او له حکومت سره جګړو کې ۱۲ تنه اورپکي ووژل شول.‌

خامه پرېس د شنبې په ورځ / د جولای ۸ مه/ راپور ورکړ، چې د طالبانو سیالو ډلو د جمعې په ورځ‌ / د جولای ۷ مه/ د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې یو پر بل د ټوپکونو خولې ور واړولې او ۷ تنه اورپکي یې ووژل.‌

د بادغیس د ولایتي ادارې په وینا، ۴ کسان د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخونزاده د ډلې او ۳ نور د هغه د سیال ملا رسول د ډلې ووژل شول.‌

د افغانستان ټایمز د یکشنبې /د جولای ۹ مې/ د راپور له مخې، د ملي امنیت ریاست وویل، چې افغان هوایي ځواک په جوزجان ولایت کې د داعش ۵ قوماندانان چې په یوه موټر کې یې سفر کاوه، ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500