د جوزجان او بلخ په جګړه کې ۶۰ تنه اورپکي ووژل شول

سلام ټایمز

شبرغان -- پژواک خبري اژانس د دوشنبې په ورځ / د جولای ۱۰ مه/ راپور ورکړ، چې وروستۍ جګړې په جوزجان او بلخ ولایتونو کې تر ۶۰ پورې اورپکي ووژل.‌

د جوزجان د ولایتي ادارې په وینا،‌ افغان سرتېرو له کوچني اختر څخه وروسته سمدلاسه د جوزجان په فیض اباد او د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل.‌

دغه عملیات د یکشنبې په ورځ / د جولای ۹ مه/ پای ته ورسېدل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500