طالب وسله والو په فراه کې د یوه بس ۷ سورلۍ ووژلې

ای اېف پي

فراه -- پولیسو وویل، چې افغان مقاماتو د چارشنبې په ورځ / د جولای ۱۲ مه/ د ۷ داسې مسافرو په ګولیو سوري جسدونه وموندل چې یوه ورځ مخکې وسله والو سړیو په لوېدیځ ولایت فراه کې تښتولي ول. د دغه برید پړه پر طالب یاغیانو وراچول شوې ده.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال باهر ای اېف پی ته وویل، دغه تاوتریخوالی وروسته له هغه پېښ شو چې طالب جنګیالیو د سې شنبې په ورځ / د جولای۱۱ مه/ ناوخته د فراه د مرکز او هرات ښار تر منځ لویه لاره بنده کړه،‌ یو بس یې ودراوه او ۱۶ تنه مسافر یې مجبور کړل چې ښکته شي.‌

هغه وویل، هغوی لږ تر لږه ۷ کسان په کې وویشتل، او پاتې ۹ کسان یې له ځانونو سره بوتلل.

باهر وویل، په ۷ کسانو کې ۶ ملکيان او یو پولیس افسر وو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500