افغانستان د ګمرګونو تړون لاسلیک کړ

سلام ټایمز

کابل -- د افغانستان د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د یکشنبې په ورځ / د جولای ۱۶ مه/ د ګمرګونو د نړیوالې ادارې (WCO) اروشا کنوانسیون سره د ژمنتیا تړون لاسلیک کړ.‌

د اروشا کنوانسیون هدف دا دی چې ښې حکومتولۍ او د ګمرکونو عصري کولو ته وده ورکړي.‌

د کابل ټایمز د راپور له مخې، حکیمي وویل، «اروشا کنوانسیون ته د افغانستان لاسرسی به له مونږ سره مرسته وکړي چې د ګمرکونو په څانګه کې د بېخبنا او د بشري ځواک ظرفیت پیاوړی کړو او د ملي عوایدو په راټولولو سربېره اقتصاد ته وده ورکړو،»‌

د ګمرکونو د نړیوالې ادارې (WCO) عمومي منشي کونیو میکوریا د لاسلیکولو په مراسمو کې وویل، د ګمرکونو نړیواله اداره هیله لري چې له افغانستان سره د ظرفیت جوړونې په برخه کې خپله تجربه شریکه کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500