په دوه ولایتونو کې ۲۲ اورپکي د سولې بهیر سره یوځای شول

سلام ټایمز

هرات -- پژواک خبري اژانس د یکشنبې په ورځ‌ / د جولای ۱۶ مه/ د هرات د ولایتي ادارې له قوله راپور ورکړ، چې د اورپکو یو ۱۶ کسیز ګروپ په هرات او بادغیس ولایتونو کې د سولې بهیر سره یوځای شو.

د ګروپ یوه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، په ترهګریزو فعالیتونو کې د دغه ګروپ ښکېلتیا یوه غلطي وه.‌

د بادغیس ولایتي ادارې وویل، د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د اورپکو یوه بله ۶ کسیزه ډله هم د سولې بهیر سره یوځای شوه.‌

د افغانستان د سولې عالي شورا تېره اونۍ داسې یو نوښت پیل کړ چې تلپاتې سوله رامنځته کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500