پاکستاني عالم د سولې خبرو اترو ته د افغان طالبانو د راوستلو په برخه کې د مرستې وړاندیز وکړ

سلام ټایمز

اسلام اباد -- رسنیو د چارشنبې په ورځ / د جولای ۱۹ مه/ راپور ورکړ،‌ چې یوه پاکستاني عالم چې «د طالبانو پلار» په نامه پېژندل کیږي په دې برخه کې د خپلې مرستې وړاندیز وکړ چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته راولي.‌

د خامه پرېس د راپور له مخې،‌ د مولانا سمیع الحق دفتر په یوه خبرپاڼه کې یاده کړه چې هغه له دې سره هوکړه څرګنده کړه چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره لاره هواره کړي.‌

ډان ورځپاڼې راپور ورکړ،‌ چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال د سې شنبې په ورځ / د جولای ۱۸ مه/ د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې له مولانا سمیع سره وکتل او له هغه څخه یې غوښتنه وکړه چې د افغان - پاکستاني تاوتریخوالي په کمولو کې دې یو رول ترسره کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500