د افغان نجونو روبوټ جوړونکي ټیم په متحده ایالاتو کې د «زړورو لاسته راوړنو» ایوارډ ترلاسه کړ

سلام ټایمز

واشنګټن -- ازادۍ راډېو د سې شنبې په ورځ / د جولای ۱۸ مه/ راپور ورکړ،‌ چې د هرات ولایت د لېسې د دورې د نجونو یوه ۶ کسیز ټیم د روبوټ جوړونکیو په یوه نړیوال ټورنامنټ کې چې د متحده ایالاتو په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې ترسره شو د «زړورو لاسته راوړنو»‌ له امله یو د سپینو زرو مډال وګاټه.‌

په لومړنۍ نړیواله ننګونه یا چلینج، درې ورځنۍ سیالۍ، کې دغه ایوارډ‌ هغه ټیمونه ستایل چې په ستونزمنو شرایطو کې یې خپله «وړتیا» نندارې ته وړاندې کوله.‌

په پيل کې دغه ټیم ته د متحده ایالاتو د وېزو له ورکړې څخه انکار شوی وو، خو وروسته د متحده ایالاتو ادارې خپله پرېکړه بېرته واخیسته او هغوی ته یې د راتګ اجازه ورکړه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500