په هلمند کې لسګونه طالبان ووژل شول؛‌ په جوزجان کې د داعش ۴ غړي تسلیم شول

سلام ټایمز

کابل -- د رسنیو د راپورونو له مخې، په هلمند ولایت کې په دوه جلا جګړو کې د چارشنبې او پنجنشنبې په ورځو / د جولای ۱۹ او ۲۰ مه/ لږ تر لږه ۴۹ تنه طالب اورپکي ووژل شول.‌

د طلوع نیوز د راپور په اساس، عسکرو هغه ۱۸ تنه اورپکي ووژل چې د پنجشنبې په ورځ یې په ګرېشک ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو بریدونه کړي ول. په دې پېښه کې درې ځانمرګو بمي بریدګرو په هاموی ګانو کې په پوستو حملې کړې وې.‌

خامه پرېس د چارشنبې په ورځ راپور ورکړ،‌ چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې، دوه پولیس افسران او ۳۱ تنه اورپکي د سې شنبې په ورځ / د جولای ۱۸ مه/ هغه وخت ووژل شول چې امنیتي ځواکونو په امنیتي پوستو باندې د طالبانو یو برید په شا وتمباوه.

طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ د ولایتي پولیسو له قوله راپور ورکړ، چې په جوزجان ولایت کې، د داعش ۴ غړي د چارشنبې په ورځ تسلیم شول.

طلوع نیوز راپور ورکړ،‌ چې ۱۱ پولیس افسران او یو عسکر په زابل او لوګر ولایتونو کې ووژل شول.‌ طالب اورپکو د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ۸ پولیس افسران په هغې جګړه کې ووژل چې د سې شنبې په ورځ پیل او د چارشنبې په ورځ پای ته رسېدلې وه. په دې سیمه کې یو عسکر د سرک د غاړې بم په وسیله وژل شوی وو.‌

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د طالبانو یوه کمین د چارشنبې په ورځ درې تنه پولیس افسران ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500