کابل -- د خامه پرېس د راپور په اساس، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د پنجشنبې په ورځ / د جولای ۲۰ مه/ په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې افغانستان په خپل تعدیل شوي جزایي قانون کې «بچه بازي» د یوې جزا وړ سرغړونې په توګه شامله کړه.
انور وویل، بچه بازۍ ته -- چې په افغانستان کې یوه پراخه ستونزه ده -- د جرم حیثیت ورکول داسې یوه لویه ژمنه وه چې کابل د افغانستان په هکله د لندن د ۲۰۱۴ د کانفرانس په ترڅ کې کړې وه.