افغان سرتېرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې په عملیاتو کې ۲۸ طالبان او ۲۴ د داعش غړي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- رسنیو راپور ورکړ، چې افغان سرتېرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې په جګړو کې لسګونه یاغیان ووژل.‌

طلوع نیوز د جمعې په ورځ / د جولای ۲۱ مه/ د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ له قوله راپور ورکړ، چې د دغه ولایت په دوه ولسوالیو کې د شویو جګړو په نتیجه کې ۲۲ تنه طالبان او ۴ تنه سرتېري ووژل شول.‌

طلوع نیوز د هرات د ولایتي ادارې له قوله راپور ورکړ، چې د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې سرتېرو ۲۰ تنه یاغیان ووژل او دغه درې ورځني عملیات د جمعې په ورځ پای ته ورسېدل.‌

پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ / د جولای ۲۰ مه/ د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ او د ننګرهار د چارواکو له قوله راپور ورکړ،‌ چې ۶ تنه طالب اورپکي او ۶ تنه پولیس افسران په غزني او ننګرهار کې په تاوتریخوالي کې ووژل شول. اورپکي او دوه پولیس افسران په غزني ولایت کې په امنیتي پوستو د طالبانو د یوه برید په ترڅ کې ووژل شول،‌ په داسې حال کې چې د سړک د غاړې یوه بم ۴ پولیس افسران په ننګرهار ولایت کې ووژل.‌

خامه پرېس د ځایي چارواکو او د ننګرهار د ولایتي ادارې له قوله راپور ورکړ، چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ځایي اوسېدونکیو د پنجشنبې په ورځ / د جولای ۲۰ مه/ په یوه جګړه کې د داعش ۲۴ غړي ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500